ads

نامعلومه وسله‌والو په خوست ولایت کې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تېره شپه د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند د الګاډې په سټکیو کلي کې وسله والو پر یوه کور برید ترسره کړی چې په پایله کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

بختاجان بختیار
25 تله 1399
نامعلومه وسله‌والو په خوست ولایت کې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
خوست

تېره شپه د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ اړوند د الګاډې په سټکیو کلي کې وسله والو پر یوه کور برید ترسره کړی چې په پایله کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حیدر کليد ته وويل چې وژل شوی کس او ټپيان ملکي خلک دي، او یاده سيمه ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پراته ده.

عادل زیاتوي چې د پېښې سيمې ته پوليس رسېدلي خو وسله وال له سيمې وتلي دي.

د یادونې ده چې ځاځي میدان د خوست له با امنه ولسواليو شمېرل کېږي، چې اوسېدونکي يې ټول د حکومت ملاتړي دي او دا ډول پېښې له تېرو اتلسو کلونو راهیسې پکې ډېړې کمې رامنځ ته شوې دي.

تراوسه ددې پېښې په تړاو کومې وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA