ads

عبدالله: افغانان باعزته سوله غواړي

د مصالحې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې افغانان باعزته سوله غواړي او په همدې هدف دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوی د سولې خبرې مخ ته وړي.

شمس الرحمن شمس
25 تله 1399
عبدالله: افغانان باعزته سوله غواړي

د مصالحې عالی شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې افغانان باعزته سوله غواړي او په همدې هدف دوحه کې افغان مذاکراتي پلاوی د سولې خبرې مخ ته وړي.

ډاکټر عبدالله عبدالله نن جمعه په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د کندهار ولایت د پخواني جنرال عبدالرازق اڅکزي د وژل کېدو دوهم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وینا وکړه.

نوموړي وویل، که طالبان داسې فکر کوي چې د بهرنیو عسکرو په وتو سره به یو ځل بیا پر افغانانو خپل امارتي نظام وتپي، تېروتنه کوي.

«که محاسبه همدا وي چې بهرنیان وځي او بیا د افغانستان پر خلکو اماراتي نظام تپل کېږی، دا په هېڅ صورت افغانانو ته د منلو نه ده بلکې د جګړې د دوام لپاره یوه بله نسخه کېدای شي او دا محاسبه باید ونه شي.»

نوموړي وویل چې د سولې خبرو لپاره باید طالبان زغم ولري او روان تاوتریخوالی کم کړي.

«په مذاکره کې باید انعطاف وي، په مذاکره کې باید یوې روحیې سره خبرې وشي، ولې ټوله دنیا وایي چې تاوتریخوالی کم شي، د افغانستان خلک وایي چې تاوتریخوالی باید کم شي، دا هر څه زموږ اراده بیانوي»

د په داسې حال کې ده چې تازه طالبانو په خپلو نویو څرګندونو کې د “نوي اسلامي نظام” پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت برابریږي چې د دواړو پلاوو د تماس ډلو ترمنځ د بین الافغاني خبرو  پر کړنلاره بحثونه روان دي، خو لاهم یوې مشخصې پایلې ته نه دې رسېدلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA