په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ وایي، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر مولوي عبدالحکیم د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او سکاټ میلر سره کتلي دي.
محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې دواړو لورو د توافقنامې پر اهمیت خبرې او د دې هوکړې پر عملي کېدو ټینګار وکړ.
نوموړی وايي، دواړه لوري هڅه کوي چې توافقنامه په ښه او بشپړه توګه عملي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په تیرو څو اونیو کې د طالبانو لخوا تاوتریخوالی په ځانګړې توګه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مذاکراتو د پیل کیدو راهیسې ډیر زیات شوی دی.
ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لورو یې د اوربند غوښتنه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

