ads

روغتیا نړیواله اداره: اروپایي هېوادونه باید د کورونا سره د مبارزې لپاره سخت ژوند ومني

د روغتیا نړیواله اداره وایي، اروپایي هېوادونه باید له کورونا وبا څخه د خوندیتوب لپاره سخت ژوند ومني.

شمس الرحمن شمس
25 تله 1399
روغتیا نړیواله اداره: اروپایي هېوادونه باید د کورونا سره د مبارزې لپاره سخت ژوند ومني

د روغتیا نړیواله اداره اروپایي هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې د ژوند خوندیتوب لپاره د سختو بندیزونو لګولو لپاره چمتوالی ونیسي.

دغې ادارې لخوا په اروپا کې میلیونونو خلکو ته ویل شوي چې د کورونا وبا د دویمې څپې د کنټرول لپاره اړتیا ده چې وګړي سخت ژوند ومني.

په ورته مهال د فرانسي روغتیایي چارواکو د دغه هېواد په پایتخت پاریس او تو نورو ښارونو کې د د سختو بندیزونو خبر ورکړی دی.

په فرانسه کې د پنجشنبې ورځ ۳۰ زره ۶۲۱ کسان په کورونا اخته شوي دي  او تر دې یوه ورځ مخکې پرې ۲۲ زره ۵۹۱ کسان کورونا شوي وو.

پر فرانسه سربېره ایټالیا، پولنډ او جرمني کې هم د معاینې له پیلېدو راهیسې اول ځل په یوه ورځ کې د نویو اخته کسانو شمېر خورا لوړ برید ته رسېدلی دی.

بل لور ته په امریکا کې د کورونا ناروغانو شمېر تر ۸ میلیونو واوښت او په دغه هېواد کې له دې وبا څخه تر دامهاله د مړو شمېر تر ۲۰۰زره څخه اوښتی دی.

روسیه کې هم د کورونا وېروس له پیلېدو راهیسې په لومړي ځل د ډېرو کسانو مړینه تایید شوې چې شمېر یې ۲۸۶ ته رسېږي.

په اروپا کې له کورونا د ورځې تر زرو ډېر کسان مري او په دا مهال د روغتیا نړیوالې ادارې پر اروپايي حکومتونو غږ کړی چې لاس په کار شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA