ads

د تاوتریخوالي پرکمېدو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټیګار

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې عملي او روان تاوتریخوالی کم کړي.

شمس الرحمن شمس
25 تله 1399
د تاوتریخوالي پرکمېدو د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ټیګار

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې عملي او روان تاوتریخوالی کم کړي.

ینس سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د پنجشنبې ورځ یې د افغان سولې لپاره د  امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي او له هغه سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

نوموړي له خلیلزاد سره په خبرو کې ویلي چې د افغان سولې لپاره تاریخي فرصت رامنځته شوی او  ښکېل لوري باید ترې ګټه واخلي.

ینس سټولټنبرګ همدارنګه پر طالبانو غږ کړی چې خپلې ژمنې عملی کړي او روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

ناټو پر داسې مهال پر طالبانو دتاوتریخوالي کمولو غږ کړی چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.

هلمند یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د چارواکو په وینا طالبانو د افغان سرتیرو پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، چې له کبله یې ګڼ شمېر وګړي بېځایه شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA