ads

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ناټو له ملکي استازي سره پر افغان سوله خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو سره پر افغان سوله غږېدلی او دواړو لور د تاوتریخوالي پرکمېدو ټینګار کړی.

شمس الرحمن شمس
25 تله 1399
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ناټو له ملکي استازي سره پر افغان سوله خبرې وکړې

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د ناټو له ملکي استازي سټیفانو پونتېکورو سره پر افغان سوله غږېدلی او دواړو لور د تاوتریخوالي پرکمېدو ټینګار کړی.

د دغه وزارت ویاند ګران هېواد کلید ته وویل چې په دغه لیدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي په کمولو او پر داسې میکانیزم خبرې وکړي چې له مخې به یې ناټو د تاوتریخوالي کمولو باندې نظارت کوي.

« دبهرنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلی حنیف اتمر د هغې لیدنې په ترڅ کې چې د ناټو له ملکي استازی سره یې درلوده، د نورو مسایلو ترڅنګ پر اوربند، د تاوتریخوالي د کمولو او پر یوه داسې څار مېکانیزم باندې خبرې وکړې چې د تاوتریخوالي په کمولو باندې نظارت وکړي او د ټولو خواوو د اعتماد او منلو وړ وي»

نوموړی زیاتوي چې د ناټو ملکي استازي په دوحه کې د دواړو پلاوو څخه وغوښتل چې ژر پر طرزالعمل خبرې پای ته ورسوي څو د  مذاکراتو بله مرحله پیل شي او یو بشردوستانه  اوربند ته زمیه برابره شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA