په کابل کې د جنیايي پېښو له زیاتېدو وروسته جمهوري ریاست ویلي، باید د امنیت د ټینګښت لپاره له تکنالوژۍ ګټه واخیستل شي.
جمهور رییس محمد اشرف غني د پنجشنبې ورځ په ارګ کې د امنیتي مسوولینو یوې غونډې ته ویلي، د خلکو رواني امنیت باید خوندي او باید پولیسو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.
د ارګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د کابل ښار بېلا بېلو برخو کې ۳۰۰ امنیتي کمرې ځای پر ځای شوې دي.
جمهور رییس امنیتي مسوولینو ته په خبرو کې وویل، امنیتي میثاق دې په سم ډول عملي او دندې دې تفکیک شي، همداراز دې د کابل په پولیسو کې اساسي تغییرات راشي چې د جرمونو له بېلابېلو ابعادو سره مبارزه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کابل او یو شمېر لویو ښارونو کې د وسله والو غلاوو او جرمونو له ډېرېدو وروسته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته امر وکړ چې غله او مجرمان په ډزو وولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

