ads

د ښرنې مټاخان ۳۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې پیل شوې

د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شیرپادشاه ارګوني وویل، د ښرنې – مټاخان تر منځ غځیدلې لویه لار د تېر ژمي په اورښتونو او د لویو موټرو د ډير بار له امله  ډېره ځایه ویجاړه شوې ده.

خیرالدین ذکي
24 تله 1399
د ښرنې مټاخان ۳۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې پیل شوې
هغه څرګندوي، د ۳۰ کیلو متره په اوږدوالي د یاد سړک ترمیم به کولای شي د خلکو او مسافرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او د سړک له ډير ویجاړي څخه به مخنیوی شوی وي.
«پکتیکا کې د پروژ لړۍ له پیل سره نن ورځ د مرکز ښرنې – مټاخان د سړک ترمیم دی چې ټولیز لګښت يې ۳۱،۵ میلیونه افغانۍ شوی دی او د سړک ټول اوږدوالی ۳۰ کیلو متره ده، د سړک هغه برخې چې خرابې شوې دي یا يې داغونه پیدا کړي دا به جوړیږې ، چارې به یې درې میاشتې وخت ونیسي.»
د ټولګټو چارو رییس انجنیر مدیر احمدزې کلید سره په خبرو کې وویل د سړک له خرابوالي ډير کله دوی ته شکایتونه رسیدل او د مسافرو زیات وخت يې نیو.
نوموړی وايې د ټولګټو چارو وزارت په ۳۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت به له مرکز ښرنې  تر مټاخان ولسوالۍ پوري د۳۰ کیلو متره سړک د ترمیم او رغونې چارې د درې میاشتو په اوږدو کې بشپړې شي.
«نن مو د ښرنې – مټاخان تر منځ د ۳۰ کیلو متره سړک د ترمیم چارې پیل کړې، دغه پروژه به د درې کاري میاشتو په ترڅ کې بشپړه شي، په دې سړک کې چې کومه خرابي رامنځته شوې او داغونه پکي موجود دي دا به پکي ترمیم شي.»
پر دغه سړک تلونکې کسان او مسافر وايې د لارې خرابوالي دوی ته ستونزې جوړي کړې وې او په سم ډول يې پرې تګ راتګ نشو کولای.
دوی څرګندوي په دغه ترمیم او رغونې سره به د یادي لويې لارې له ډير ویجاړې مخنیوی وشي او تګ راتګ به پرې اسانه وي.
«په دې لاره کې ډير ځایه ماینونه الوتي او ځيني نوري برخې يې هم ویجاړي شوې دي، پخوا به چې په دې لاره په لس پنځلس دقیقې کې را رسیدو اوس له یو نیم ساعت څخه زیات وخت نیسي چې موږ ډير ورسره په تنګ وو، دا به ښه شي چې د دغه سړک د ترمیم چاري په سم ډول سرته ورسیږي.»
یاده دي وي چې تېر کال د ښرنې غزنې عمومي سړک هم د ټولګټو چارو ریاست له لوري ترمیم او رغول شوی وو، خو د کار کیفیت د ټیټوالي له امله په ډير لږ وخت کې بېرته خپل خراب حالت ته ورسید او میلیونونه افغانۍ لګښت پرې بېځایه لاړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA