خو د ولسوالیو امنیتي مسولین او اوسېدونکې وايي، سیمهییزه اردو د سیمهییزو پولیسو ځای ناستې نه شي کېدای.
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د سیمهییز پولیسو په ډېر زیار او زحمت دا مهال د امنو ولسواليو په کتار کې حسابېږي.
په دغه ولسوالۍ کې دا مهال ۲۷۰ تنه سیمهییز پولیس شته چې په ټولو کلیو کې امنیتي پوستې لري.
د ارغنداب ولسوالۍ قومندان سمونوال نیاز محمد مجاهد وايي، سیمهییز پولیس لس ۱۰کاله مخکې په دې ولسوالۍ کې فعاله شول، چې تر دا مهاله يې پایله ډېره مثبته ده.
د دې ولسوالۍ قومي مشران وايي، د ارغنداب ولسوالۍ په امنیت کې سیمهییزو پولیسو تر ټولو امنیتي ارګانونو ښه مثبت رول درلودلی دی.
د دوي په خبره، سیمهییز پولیس د همدې کلیو اوسېدونکې دي او په همدې کلیو کې يې امنیتي پوستې دي، چې هر څه ژر پېښو ته رسېدنه کولی شي.
دوي وايي، هېڅ کله به سیمهییزه اردو د سیمهییزو پولیسو ځای ونه نیسي.
د ارغنداب ولسوالۍ د کندهار هغه ولسوالي بلل کېږي، چې د چارواکو په خبره، که یې امنیتي حالت خراب او ناامني پکې ډېره شي، د ټول کندهار ولایت پر امنیت ناوړه اغېز کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


