د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، پرون مازدیګر څلور بجې د کندهار ښار د لسمې امنیتي حوزې پولیسو د پوپل کارتې په سیمه کې په دوو غلچکي بریدګرو برید ترسره کړ.
د ده په وینا، په پېښه کې هغه بریدګر ووژل شول چې په ښار کې به یې هدفي وژني او غلچکي بریدونه ترسره کول.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دی ویلي.


