د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن غرمه مهال پولیسو د سنګ نوشته په سیمه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر نیولی دی.
د هغه په وینا، په دې تړاو درې تنه نیول شوي او اوسمهال تر پوښتنو لاندې دي.
ارین زیاتوي چې پولیسو په څو ورځو کې د ورته نورو پېښو پر مخنیوي هم توانېدلي دي.
دغه موټر بم برید پر داسې مهال نیول کېږي چې تېره شپه د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان سرتېرو پر پوسته موټر بم برید کړی او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.


