ads

په هلمند کې کې ۴۷ طالبان وژل شوي

د هلمند ولایت امنیتي چارواکي هلته وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 تله 1399
په هلمند کې کې ۴۷ طالبان وژل شوي

د دغه ولایت د ملي امنیت له ریاست څخه د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان سرتېرو د هلمند په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه کړي دي.
د خبرپاڼې په وینا، دغه بریدونه د ناوې ولسوالۍ په خسرواباد، خلج، د نادعلي ولسوالۍ لوی مانده، تریخ ناور، د نهرسراج ولسوالۍ مهاجر بازار او لښکرګاه ښار چهارګل پمپ په سیمو کې د وسلوالو طالبانو پر مهمو غړو او پټنځایونو ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ترسره شوو بریدونو کې ۴۷ وسله وال طالبان وژل شوي چې د محب الله، مولوي صفا او د ملا شاولي پر شبکو پورې اړوند کسان دي.
په ورته وخت کې په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو له خوا د چاودېدونکو توکو ډک دوه هاموي ټاکنونه هم په هوایي بریدونو کې له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له پنځو ورځې راهیسې په هلمند ولایت کې د طالبانو او افغان سرتېرو تر منځ سختې نښتې روانې دي چې له کبله یې دواړو غاړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا شوې ده.
تر اوسه طالبانو په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA