ads

په خوست دوه ماین لېږدونکي وژل شوي

د خوست امنیتي چارواکي هلته د ماین په چاودنه کې د دوو ماین لېږدونکو د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
24 تله 1399
په خوست دوه ماین لېږدونکي وژل شوي

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر کلید ته وویل، تېره ورځ مازدیګر مهال دوه ماین لېږدونکي د مرکز اړوند د خاني کنډو په سیمه کې پخپل لېږدونکي ماین کې له منځه تللي دي.
د هغه په وینا، یادو کسانو هوډ درلود چې دغه ماینونه د خوست ولایت مرکز ته ولېږدوي.
نه یوازې خوست، بلکې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې ماین چاودنې ډېرې شوې چې ملکي کسانو ته هم پکې پراخه مرګ ژوبله اوړي.
که څه هم امنیتي مسولین دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې په دې اړه غبرګونه نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA