ads

مارک ملي: د افغانستان جګړه باید په مسولانه ډول پای ومومي

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک ملي له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو د وتلو هوډ باید په افغانستان کې شرایطو ته په کتو ونیول شي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1399
مارک ملي: د افغانستان جګړه باید په مسولانه ډول پای ومومي

هغه زیاته کړې، د دوی هڅې دا دي چې د افغانستان اوسنۍ نښتې په مسولانه ډول پای ومومي.
د امریکا دغه لوړپوړي نظامي چارواکي د هغو څرګندونو په اړه چې راتلونکي میاشت به په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر ۲۵۰۰ ته راټیټ شي، وویل چې ټرمپ تر اوسه په دې اړه وروستي تصمیم نه دی نیولی.
مارک ملي پر داسې مهال دا خبره کوي چې یوه اونۍ وړاندې د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي و چې د راتلونکي کال تر کرسمېس پورې به ټول امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي.
یاده دې وي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتل د واشنګټن او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې له مخې ترسره کېږي.
اوسمهال په افغانستان کې تر پنځه زره لږ امریکایي سرتېري مېشت دي او دنده یې د افغان سرتېرو روزل او هغوی ته سلا مشورې ورکول دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA