ads

روسیې د کورونا ویروس د دویم واکیسن جوړېدو اعلان وکړ

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې جمهور رییس ویلادیمیر پوتین تېره ورځ د کورونا ویروس د دویم واکسین ثبتولو اعلان وکړ.

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 تله 1399
روسیې د کورونا ویروس د دویم واکیسن جوړېدو اعلان وکړ

د سر چینې په وینا، د روسیې په دولتي ټلویزیون کې د یوې دولتي غونډې پرمهال پوتین ساینس پوهانو ته د واکسین تصویبولو مبارکي وویله.
پوتین د دغه واکسین پر ډېر تولید او نورو هېوادونو ته یې پر لېږد ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره اګېست میاشت کې هم روسیه لومړی هېواد و چې د کورونا پر ضد د واکسین چمتو کېدولو اعلان یې کړی و.
که څه هم د روسیې لخوا دغه واکسین له خطره خالي بلل شوي وو، خو د روغتیا نړیوال سازمان څخه یې رسمي تایید ترلاسه نه کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA