ads

د کورونا ۳۲ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۰ زره او ۲۶تنو ته ورسېد.

محمدخان بریال
24 تله 1399
د کورونا ۳۲ نورې پېښې ثبت شوې

د دغه وزارت مرستیالې ویاندې معصومې جعفري د پنجشنبې په ورځ کلید ته وویل چې په یاده موده کې له دې وبا څخه څوک نه دي مړه شوي او ۹۳ نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۸۱ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۴۴۷ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA