ads

د سولې بنسټ: د سولې پروسه دې نه اوږدېږي

د افغانستان د سولې د بنسټ مسوولین وایي، تر هغه چې په هېواد کې یو سراسري او اوږدمهاله اوربند اعلان نه شي، نو د سولې پروسه به همداسې اوږده وي او پایله به ورنه کړي.

فضل هادي حمیدي
24 تله 1399
د سولې بنسټ: د سولې پروسه دې نه اوږدېږي
دغه بنسټ د جګړې له ښکېلو لورو غواړي چې د عمومي اوربند په اعلان سره د سولې په پروسه کې په بنسټیزو او محوري مسایلو بحث ته زمینه برابره کړي.
د افغانستان د سولې د بنسټ د مشرتابه غړي محمدنعیم ایوبزاده د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په داسې حال کې چې د بین الافغاني خبرو له رسمي پیل کېدو څخه څه باندې یوه میاشت تیریږي خو د دوی ناستې درېدلې او تېر بحثونه یې هم په محوري مسایلو نه وو.
ایوبزاده وایي، د مرکچي پلاو ترمنځ د زغم او حوصلې نشت به دغه پروسه نوره هم کړکیچنه کړي.
بلخوا د افغانستان د سولې د بنسټ د مشرتابه غړی او په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی عبدالرزاق هاشمي د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو هېوادونو ونډې ته په اشارې سره وایي، چې باثباته افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
ښاغلی هاشمي له ګاونډیو هېوادونو څخه غواړي چې نور په افغانستان کې لاسوهنې ونه کړي او پریږدي چې افغانان خپل ارمان ته چې سوله ده ورسیږي.
په ورته وخت کې د نوموړي بنسټ بل غړی مرادعلي مراد وایي، په یوه وخت کې جګړه او سوله یو غیرمنطقي کار دی او طالبان باید د خلکو له غوښتنې سره سم اوربند اعلان کړي.
د سولې د پروسې د اوږدوالي په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته کیږي چې تازه د چهارشنبې په ورځ ماښام د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ په دوحه کې دوهمه عمومي ناسته جوړه شوه، په دغه ناسته کې د اختلافي مسایلو پرسر بحث وشو او د دواړو خواو د تماس ډلو ته دنده وسپارل شوه چې د اختلافي مسایلو د حل لپاره هرڅومره ژر چې شونې وي حل لارې پیدا کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA