د هغه په وینا، په دې ناسته کې یو ځل بیا د کړنلارې پر سر د اختلافي ټکو پر حل ټینګار وشو او په وینا یې، د تماس ډواړو ټیمونو ته دنده سپارل شوې چې ژر تر ژره اختلافي موارد حل کړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک هم کلید ته په رالېږل شوي ویډیویي پیغام کې د عمومي ناستې ترسره کېدل تایید کړي دي.
د نوموړي په خبره، دا ناسته د بین الافغاني مذاکراتو تر پرانیستغونډې وروسته دویمه عمومي ناسته وه چې د دواړو لورو تر منځ ترسره شوه.
هغه زیاتوي چې په دې ناسته کې یو ځل بیا د دواړو لورو د تماس ډلو ته دنده سپارل شوې چې پر کړنلارې د شته اختلافونو د حل لپاره بحثونو ته دوام ورکړي او ژر تر ژره اختلافي ټکي حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر اوږده ځنډ وروسته د تېر وږي میاشتې پر ۲۲مه د لومړي ځل لپاره د قطر هېواد په پایتخت دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډه وشوه.
تر هغه وروسته یوه میاشت تېره شوې، خو بیاهم دواړه لوري پر دې نه دي توانېدلي چې د خبرو د کړنلارې پر اختلافي ټکو هوکړې ته ورسېږي.


