د ده په وینا، نیول شوي کسان باید په هېڅ ډول حوزې ته ونه لېږدول شي، په مستقیم ډول دې امنیه قومندانۍ، د کورنیو چارو وزارت قرارګاه ته یوړل شي، له هغوی دې تحقیق وشي او د دوی نور همکار کسان دې هم ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې څه موده وړاندې نوموړي له پنځمې امنیتي حوزې څخه د لیدنې پر مهال امنیتي مسولینو ته امر کړی و چې که غله له پولیسو سره نښته کوي، ویې دې ولي.
جنایي پېښې په دې وروستیو کې اوج ته رسېدلې او هېوادوال امنیتي مسولین د امنیت په ټینګېدو کې پاتې بولي.


