ads

اروپایي ټولنې د روسیې پر شپږو وګړو بندیزونه ولګول

بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، اروپایي ټولنې غړي هېوادونه تېره ورځ د روسیې پر وړاندې پر تازه بندیزونو هوکړې ته ورسېدل.

محمدخان بریال
24 تله 1399
اروپایي ټولنې د روسیې پر شپږو وګړو بندیزونه ولګول

د دغو بندیزونو هدف د روسیې د امنیتي دستګاه د فعالیتونو پر وړاندې مبارزه بلل شوې ده.
د لګول شوو بندیزونو پر اساس، د روسیې شپږ وګړي تر دې وروسته د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو ته نه شي تللی او بانکي حسابونه یې تړل کېږي.
د سرچینې په وینا، د روسیې د ټکنالوژیکي څېړنو مرکز هم په دغو بندیزونو کې شامل دی.
دا مرکز د سم شیمیایي موادو په برابرېدو تورن دی.
د اروپایي ټولنې غړو هېوادونو هیله ښودلې چې دغه بندیزونه به د روسیې سیاست ته بدلون ورکړي.
بلخوا، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې د تازه لګول شوو بندیزونو په مقابل کې ویلي چې مسکو به هم د اروپایي ټولنې پر غړو هېوادونو ورته بندیزونه ولګوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA