دا هغه موارد او ټکي دي چې پر بنسټ یې پولیس د ټول هېواد په کچه په ډېرې اسانۍ د غلو، ډاړه مارانو، سړي وژونکو او سړي تښتوونکو مخه نیولای شي.
بلخ او هرات هغه ولایتونه دي چې ډېر ځله سړي تښتوونکي پکې صرافان په نښه کوي. د میزان په لومړۍ نېټه د بلخ صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم وتښتول شو او ۱۹ ورځې وروسته د پولیسو له خوا وژغورل شو. همدارنګه په هرات کې یو تښتول شوی صراف څو ورځې پس د پولیسو له خوا د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
دغه تښتونې په داسې حال کې وشوې او بیا یې پر وړاندې امنیتي اقدامات ترسره شول چې د خلکو له خوا د ټول هېواد په کچه د غلا، شوکمارۍ، سړي تښتوونو او وژنو له کبله شکایتونه زیات شوي وو او امنیتي ادارې يې په خپلو دندو کې نابریالۍ بللې. د دغو شکایتونو اغېز ان تر دې کچې و چې بالاخره د کورنیو چارو وزیر څو شپې وړاندې د کابل پنځمې امنیتي حوزې پولیسو ته امر وکړ چې له دې وروسته د غلو پر وړاندې هېڅ ډول رحم ونهکړي او ویېولي.
ویل کېږي چې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د موبایلونو د غلا مخنیوي په خاطر یوه طرحه هم جوړه کړې او په کې راغلي چې د دغو غلاوو د مهارولو لپاره د دویم لاس موبایلونو د خرڅلاو دوکانونه باید بند او د پېر او پلور مخنیوی يې وشي. که څه هم ظاهرا دا یو ښه اقدام بلل کېدای شي، خو ډېر عملي نهښکاري. په کار ده چې دغه وزارت په دې برخه کې په نورو اساسي لارو هم غور وکړي.
بالاخره د پولیسو وروستیو چټکو اقداماتو ته په پام ولس وايي که چېرې کورنیو چارو وزارت د مجرمینو پر وړاندې په خپل وخت د منظمو او عملي طرحو له مخې وړ او دایمي اقدامات ترسره کړي، د دې امکان شته چې په ډېره کمه موده کې په کابل ښار او نورو ولایتونو کې د عادي او حتا غټو جرمونو مخه په بشپړ ډول ونیول شي.
که چېرته ولس دا ډاډ تر لاسه کړي چې د جرمونو د مخنیوي په برخه کې د دوی همکاري رغنده پرېوځي او په خپل وخت اقدامات کېږي، بې له شکه چې دوی به هېڅکله هم خپله همکاري ونهسپموي. په اوسنیو حالاتو کې د ولس نههمکارۍ يوه وجه همدا په ګوته کېږي چې په کار ده جدي توجه ورته وشي او د ولس او پولیسو ترمنځ د نههمکارۍ رامنځ ته شوی واټن له منځه لاړ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ