د ترکي رسنیو د معلوماتو له مخې، ۲۵ پنا غوښتونکي چې غوښتل یې د یو قایق په مرسته یونان ته ولاړ شي، د یاد هېواد د امنیتي سرتیرو له لوري بیرته راګرځول شوي دي.
د سرچینو په وینا، یاد پنا غوښتونکي له ازمیر څخه د راګرځېدو پر مهال په اوبو کې له ډوبېدو سره مخ شول، خو د هغوی له خوا ژغورل شوي دي.
تر اوسه د پنا غوښتونکو هویت نه دی په ډاګه شوی.


