ads

په کابل کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله ونیول شوه

کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه ناوخته د غلو هغه څلور کسیزه ډله ونیول شوه چې له خلکو یې موبایلونه اخیستي وو.

محمدخان بریال
23 تله 1399
په کابل کې د غلو یوه څلور کسیزه ډله ونیول شوه

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، یادو غلو له درېیو تنو څخه د وسلې په زور پیسې او موبایلونه اخیستي وو، چې پولیسو د کابل ښار د سېلو په سیمه کې ونیول.
د خبرپاڼې په وینا، له نیول شوو کسانو څخه یو میل کمري وسله، یو عراده کرولا موټر، شپږ سیټه موبایلونه، یوه اندازه غلا شوې پیسې او یو قبضه چاقو هم تر لاسه شوي دي.
وزارت زیاتوي چې د نیول شوو کسانو قضیه تر څېړنې لاندې ده.
دغه غله پر داسې مهال نیول کېږي چې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت په تېره یوه میاشت کې د جنایي جرمونو په تور د ۲۱۸۱ کسانو د نیولو خبر ورکړ.
د وزارت په وینا، نیول شوو کسانو په وسله والو غلاوو، وژنو، د عامه نظم په ګډوډولو او ورته نورو جنایي پېښو کې لاس درلود.
خو بیاهم هېوادوال د جنایي جرمونو په مخنیوي کې امنیتي بنسټونه په ناغېړۍ تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA