ads

په ننګرهار کې د چاپي رسنیو فعالیت کم رنګه شوی

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، د تېرو کلونو په پرتله په دې وروستیو کې یاد ولایت کې د چاپي رسنیو فعالیتونه کم رنګه شوي دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 تله 1399
په ننګرهار کې د چاپي رسنیو فعالیت کم رنګه شوی
د مسولینو په وینا څو کاله وړاندې ننګرهار کې لسګونه چاپي رسنۍ فعالې وې، خو اوس نه یوازې دا چې زیاتوالی پکې نه دی راغلی؛ بلکي دغه  برخه کې د پاموړ کموالی تر سترګو کېږي.
دننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر شیرشاه همدرد وایي، څو کاله مخکې د ورځپاڼو او مهالینو په ګډون لسګونه مجلې خپریدلې اوس یې د ګوټو په شمیر له چاپه راوځي.
«څو کاله وړاندې تر سلو پورې چاپي رسنۍ فعالیت درلود ننګرهار کې خو په دې وروستیو کې چاپي رسینو فعالیت کم شوی، د مختلفو لاملونو له امله بندې شوي دي.»
  نوموړي زیاتوي، ننګرهار ورځپاڼه یواځينۍ دولتي ورځپاڼه ده چې لا هم خپرېږي؛ خو د امکاناتو د کموالي له امله په اونۍ کې یو ځل چاپېږي.
نوموړی د نادولتي چاپي رسنیو د کم رنګه کېدو لوی لامل بودیجوي کمښت په ګوته کوي.
«د ننګرهار دولتي ورځپاڼۍ د ۵۰۰ تیراژ د ګڼو په شمیر چاپیږي، لوی لامل یې دکموالي د بودیجې کموالی دی، چې له امله یې زیاتې چاپي رسنۍ تړل شوي دي.»
د ورځپاڼو د فعالیت د کمېدو او ټپه درېدو سره، سره ګڼ شمېر اونیزې او مجلې هم له چاپه لوېدلي؛ خو ځینې لا اوس هم چاپېږي او لوستونکي یې ساتلي دي.
ننګرهاریان وايي، پخوا به  ګڼې ورځپاڼې او مجلې تر دفترونو، کورونو او حتی دوکانونو ور رسول کېدې خو اوس آن یوه ورځپاڼه هم د لوستلو له پاره نه ورځي.
د جلال اباد ښار یو صراف لیاقت ګزار :
«دلته به د ننګرهار او کابل مجلې او ورځپاڼې راتلې، ښه مالومات او خبرونه به پکې وو ، د هېواد له حالاتو به خبرېدو، اوس دا ډېر وخت کېږي چې اخبارونه نه راځي او چې راشي، نو زاړه مالومات او خبرونه پکې وي.»
چاپي رسنۍ د اطلاعاتو او مالوماتو د لېږد سربېره د ژبې په بډاینه، د مطالعې د فرهنګ په ژوندي ساتلو او لا دودولو کې ستر رول لري، چې فرهنګي او فرهنګپاله کړۍ په دغه برخه کې له حکومته د جدي پاملرنې غوښتونکي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA