د لغمان د امنیه قومندانۍ ویاند شفیع الله افغانیار کلید ته وویل، چاودنه د عصمت په چوک کې د امنیه قومندانۍ د استخباراتو پر موټر شوې، چې د پېښې له ځایه د مهترلام ولایتي روغتون ته درې جسدونه او ۱۴ ټپیان انتقال شوي دي، چې ۱۳ ملکي وګړي او یو امنیتي سرتیری پکې شامل دي.
تر اوسه د پېښې مسولیت کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د لغمان امنیتي وضعیت په دې وروستیو کې خراب شوی، چې له امله یې اوسېدونکي اندېښمن دي.


