دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۳۸ میلیونه ډېر شوی او تر یو میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۳۶ زره او ۲۴۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۵۰زره ۶۸۹، په مکسیکو کې ۸۴ زره او ۴۲۰، په هند کې ۱۰۹زره او ۸۵۶، په بریټانیا کې ۴۳ زره ۱۰۸، په ایران کې ۲۹ زره او ۷۰ او په پاکستان کې ۶۵۸۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


