ads

د هلیکوپټرو نسکورېدو په پېښه کې نهه تنه سرتیري وژل شوي

د افغانستان د دفاع وزارت په هلمند ولایت کې د دوو هلیکوپټرو د نسکورېدو په پېښه کې د نهه تنو افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
23 تله 1399
د هلیکوپټرو نسکورېدو په پېښه کې نهه تنه سرتیري وژل شوي
د دغه وزارت ویاند فواد امان د چهار شنبې په ورځ کلید ته وویل، تېره شپه یوه بجه او ۱۵ دقیقې د هوایي ځواکونو دوې هلیکوپټرې د الوتنې پر مهال له تخنیکي ستونزو سره مخ شوې او وروسته یې سقوط وکړ.
د امان په وینا، په دې پېښه کې د یادو الوتکو نهه تنو سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
هغه وایي، دوی به ډېر ژر د دې پېښې نوره څېړنه هم وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA