ads

د هلمند په جګړو کې تر ۵۰۰۰زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې

په هلمند کې د تېرو څلور ورځنیو جګړو پر مهال تر پنځه زره ډېرې کورنۍ مرکز لښکرګاه ته ګډه شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 تله 1399
د هلمند په جګړو کې تر ۵۰۰۰زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوې
لښکرګاه ښار ته راکډه شوي کډوال وایې، خپل کورونه یې ځکه پرې یښي چې وسله وال طالبان یې سیمې ته راغلي وو.
د دوی په وینا، اوس چې لښکرګاه ته راغلي، د اوسېدو ځای نه لري او حیران دي چې شپې او ورځې چېرته تېرې کړي.
هغوی د جګړې له ښکېلو لورو غوښتي چې روانې جګړې پایته ورسوي او د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي.
بلخوا، د هلمند ولایت د کډوالو چارو ریاست رییس په تېرو څلورو ورځو کې له ولسوالیو څخه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار ته د ۵۱۰۰ کورنیو د راتلو خبر ورکوي.
سیدمحمد رامین کلید ته د تلیفون پر لیکه وویل، دوه ټیمونه ګمارل شوي چې له راغلو کډوالو سره مرستې ترسره کړي.
بلخوا، راکډه شوي کسان د هلمند د کډوالو چارو ریاست څرګندونې هسې اوازې بولي او وایي، د هلمند امنیتي چارواکو هلته امنیتي ځواکونو ته هم اکمالات نه دي استولي او هغوی اړ شوي چې طالبانو ته تسلیم شي.
له تېرو څلورو ورځو راهیسې په هلمند کې سختې جګړې روانې دي چې سلګونه کسانو ته پکې د مرګ ژوبلې اوښتو خبرونه ورکړل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA