ads

د سولې مرکچي پلاوي د جګړې قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ

د افغان کومت د سولې مرکچي پلاوی په هېواد کې د ناروا جګړې پر پایته رسېدو ټینګار کوي او وایي، د سولې په هره اجنډا کې به د جګړې د قربانیانو له حقونو دفاع وکړي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
23 تله 1399
د سولې مرکچي پلاوي د جګړې قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ

دغه پلاوي تېره ماښام په دوحه کې د جګړې د ۴۹ قربانیانو په ګډون مشورتي ناسته ترسره کړه.
د جګړې قربانیانو له ښکېلو لورو د ورانو نښتو درېدو غوښتنه وکړه.
د سولې لپاره له اوسني فرصته ګټه اخیستل، د اوربند اعلان، د افغانستان د ۱۹ کلنو لاسته راوړنو ساتل او د اجنډا په ټاکلو کې د هغوی رول د جګړې د قربانیانو نورې غوښتنې وې.
په ورته وخت کې د افغان حکومت مذاکره کوونکي پلاوي ویلي چې په ټول وس به د سولې په خبرو کې د جګړې د قربانیانو له حقونو دفاع وکړي.
دوی ټینګار کړی چې د سولې پروسې بریالي کسان باید د جګړې قربانیان وي، څو له خپلو بشري حقونو برخمن شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو یوه میاشت کېږي د افغان سولې د مرکچي پلاوو تر منځ د مذاکرې پر کړنلاره خبرې روانې دي، خو بیاهم په دې برخه کې ښکاره پرمختګ نه دی شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA