ads

په پکتیکا کې ګڼو مېرمنو له جمهوریت ملاتړ اعلان کړ

د پکتیکا ولایت د ښځو چارو په ریاست کې جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې مېرمنو وویل، لویه برخه هېوادوال له جمهوریت څخه ملاتړ کوي او په خبره يې په دې څه کې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې د پام وړ دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1399
په پکتیکا کې ګڼو مېرمنو له جمهوریت ملاتړ اعلان کړ
دوی څرګندوي، افغانان په هېڅ صورت د شته نظام له منځه تلل نه غواړي او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو ساتل تر بل هر څه ورته ارزښت لري.
دغه مېرمنې د افغانستان د سولې په اړوند له بین الافغانې مذاکراتو هم ملاتړ څرګندوي، غوښتنه کوي چې خبرې دې چټکې او تر هر څه وړاندې دي لومړی اوربند وشي.
«د سولې په شتون کې به ټولنیز عدالت او د قانون حاکمیت رامنځته شي، په نننۍ غونډه کې د مېرمنو پراخ حضور په دې مانا ده چې مېرمني د سولې غوښتونکې دي. په تېرو شل کلونو کې ښځو ډيري خوارۍ کړې دي، په سختو حالاتو کې يې دندې ترسره کړې دي موږ ټولې د تېرو څو کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب او سوله غواړو.»
دیني عالم مولوي ضبط الله ملنګ وايي، په افغانستان کې د تل پاتې سولې راتلو په موخه اوس تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده.
هغه وویل، افغانان د داسې سولې غوښتونکي دي چې شته لاسته راوړنې پکي په ټوله مانا خوندي او د هېڅ یو چا حق پکي تر پښو لاندې نه شي.
«نور باید دا جګړه او ځوریدلی حالت ختم او ورور وژنه باید ودرول شي، تر څو به نورو ته اړ یو، راځئ سوله وکړئ داسي سوله وکړئ چې زموږ لاسته راوړنې تر پښو لاندې نه شي.»
د پکتیکا ولایتي ادارې په استازولۍ د سکتور رییس واصف الله واصفي وویل، د ډېرو قربانیو او زیاتو هڅو په پایله کې افغانستان کې جمهوري نظام رامنځته شوی او د ټولو خلکو حقونه پکي خوندي دي.
نوموړی څرګندوي په جمهوریت کې د نارینه وو سربیره مېرمنو ته د کار کولو، زده کړو، اقتصادي پیاوړتیا او نورو ګڼو برخو کې اسانتیاوې برابري شوي دي.
«د جمهوریت بقا یا له جمهوریت څخه ننګه نوې کلمه نه ده، جمهوریت په دې مانا چې یوه خور کولای شي په ازادانه توګه خپل نظر وړاندې کړي، جمهوریت په دې مانا چې یوه خور دلته راشي په شرعې حجاب کې یو څه واوري او یو څه ووايي. جمهوریت دې ته وايې چې یوې خور ته د زده کړو زمینه برابره شي، هغه با سواده شي او خپل اقتصادي حالت ښه کړي.»
یاده دي وي چې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې تېره ورځ مېرمنو هم مهاله په افغانستان کې له جمهوریت څخه ملاتړ اعلان کړی وو، خو په پکتیکا کې نن ورځ د یوې لويې غونډې پر مهال ښځو همدا دریځ روښانه کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA