ads

په هلمند کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه دوام لري

په داسې حال کې چې نن هم په هلمند کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتې دوام لري، د دغه ولایت سیمه‌ییز چارواکي هلته په تازه هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې د طالبانو د بریدونو مخنیوي خبر ورکوي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1399
په هلمند کې اوس هم د افغان ځواکونو او طالبانو جګړه دوام لري
د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک د سه شنبې په ورځ کلید ته وویل، افغان ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ، باباجي سيمې او پر ۶۰۱ شهرا د تازه عملیاتو، هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې پر دې وتوانېدل چې د طالبانو د بریدونو مخه ونیسي او هغوی ته درنه مرګ ژوبله واړوي.
د ځواک په وینا، په یادو سیمو کې ۲۳ طالبان د افغان سرتېرو په بریدونو کې وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
سرچینه همدارنګه زیاتوي، د یادو عملیاتو په ترڅ کې د ۶۰۱ شهرا کنډک پر لاره څلور نورې پوستې جوړې او افغان ځواکونه پکې ځای پر ځای شوي دي.
همدارنګه په نادعلي ولسوالۍ کې هم پنځه نورې پوستې بیرته رغول شوې او د ګډو ځواکونو عملیات دوام لري.
د یادولو وړ ده چې طالبان بیا په دغو نښتو کې افغان سرتېرو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کوي.
له دوو ورځو راهیسې د هلمند پر یو شمېر سیمو طالبانو پراخه بریدونه وکړل او د امنیتي چارواکو په وینا، هغوی ته په درنې مرګ ژوبلې اوښتیو سره مهار شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA