ads

پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي

په کابل کې د پاکستان سفارت وايي، افغانانو ته یې د ویزې ورکولو په چاره کې د اسانتیا لپاره بېړني ګامونه اخیستي دي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1399
پاکستان افغانانو ته د ویزو ورکړه اسانوي
د دغه سفارت له لوري د سه شنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې په ننګرهار، کندهار، هرات او مزار شریف ولایتونو کې هم د پاکستان کونسلګریو ته د ویزو ورکړې سپارښتنه شوې ده.
سفارته ویلي، هڅه کوي چې د افغانانو لپاره د پاکستان د ویزو د نوې اعلان شوې تګلارې له مخې دا بهیر ساده او اسانه کړي.
په ورته مهال، د پاکستان سفارت په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې ویزې وړیا دي او هېڅوک دې چاته پېسې نه ورکوي.
د پاکستان سفارت پر داسې مهال د ویزو ورکړې په برخه کې د اسانتیا خبره کوي چې تېره ورځ د دغه سفارت مخې ته یو شمېر خلکو لاریون وکړ.
لاریونوالو ادعا وکړه چې د ویزو ورکولو پروسه پېچلې ده او د سفارت مخې ته ناستو کمېشن کارانو دا لړۍ له ستونزو سره مخ کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA