د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړي نادر نادري پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې پرون د دوی او طالبانو د تماس ډلو تر منځ ناسته وشوه.
د هغه په وینا، په پرونۍ ناسته کې یو ځل بیا د کړنلارې پر اختلافي مواردو بحث وشو او هوکړه وشوه چې د اختلافونو د حل لپاره به ناستې دوام وکړي.
په ورته وخت کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردک هم دا ناسته تایید کړې او زیاتوي چې په پرونۍ ناسته کې یو ځل بیا پر اختلافي مواردو بحث وشو.
نوموړي هم دا خبره کړې چې د اختلافونو د حل لپاره به ناستې دوام وکړي.
د یادولو وړ ده چې دا ناستې دوحې ته د زلمي خلیلزاد تر تګ وروسته یو ځل بیا پیل شوې.
تېره ورځ د افغان حکومت مرکچي پلاوي ویلي وو چې کېدایشي یاد اختلافونه تر دوو ورځو حل شي.
کابو یوه میاشت کېږي چې د دواړو لورو تر منځ د قطر په پایتخت دوحه کې د مذاکرې پر کړنلاره خبرې روانې دي، خو تر اوسه په دې برخه کې ښکاره پرمختګ نه دی شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


