ads

جمهور رییس غني او عبدالله په ارګ ماڼۍ کې وکتل

جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د ملي مصالحې شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره په ارګ کې وکتل.

نویسنده: Mohammad Khan barial
22 تله 1399
جمهور رییس غني او عبدالله په ارګ ماڼۍ کې وکتل
د جمهور ریاست له لوري پرون په خپره شوې په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې هند ته د خپل سفر جزیات او معلومات له جمهور رییس غني سره شریک کړل.
خبرپاڼه زیاتوي، دواړو خواوو په ترسره شوې کتنه کې قطر هېواد ته د جمهور رییس غني د سفر په تړاو هم خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا، په شوې لیدنه کې دوحې ته د جمهور رییس غني او دولتي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک وبلل شو.
د یادولو وړ ده چې تېره اونۍ جمهور رییس غني قطر او کوېټ او ډاکتر عبدالله عبدالله هندوستان ته سفرونه وکړل.
د دغو سفرونو هدف د افغان سولې په تړاو د سیمه‌ییزې اجماع پیاوړي کېدل بلل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA