د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې جمهور رییس غني په دې ناسته کې د قوې پر موثرې کارونې، د بېځایه لګښتونو پر مخنیوي او په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو پر راوړلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مالي سرچینې باید د جګړې پر لومړۍ کرښه متمرکزې شي.
هغه په دغه کنفرانس کې د افغان سرتېرو د قربانۍ ستاینه وکړه او ویلي یې دي چې په څو ساعتونو کې د هلمند وضعیت ته رسېدنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړ ظرفیت ښودنه کوي.
په دغه کنفرانس کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج او یو شمېر نورو امنیتي چارواکو ګډون کړی وو.
یادو مسوولینو وویل، دغه کنفرانس د امنیتي او دفاعي بنسټونو د مسوولیتونو د وضاحت، د ښوونې او روزنې بهیر د ښه والي، د ملاتړ او ژمنتیا زیاتولو، د تشکیلاتي پړسوب د مخنیوي، په ښه ډول د قوتونو د ځای پر ځای کولو، د دښمن د تهدیدونو کچې د واضح تحلیل، راتلونکي امنیتي وضعیت ته د بشپړ تیاري او د منابعو دسالم مدیریت په اړه د بحث ترڅنګ ورته حللارې مشخصوي.
جمهور رییس پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېرو هغوی ته د اکمالاتو، خوراکي او د اړتیا وړ توکو د نه رسېدنې له کبله شکایتونه کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


