د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، پرون وسله والو طالبانو د هلمند ولایت په ناوې او نهرسراج ولسوالیو پراخه بریدونه وکړل چې د افغان سرتېرو په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۷۱ وسله وال طالبان ووژل شول.
په ورته وخت کې د هلمند د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د وسله والو طالبانو د والي مرستيال مولوي غفور هم پرون ماښام د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د هلمند پیل شوې جګړه هغه رهبري کوله.
کورنیو چارو وزارت په دغو نښتو کې افغان سرتېرو او ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په تړاو څه نه دي ویلي.
هلته ځایي اوسېدونکو بیا رسنیو ته ویلي چې په نښتو کې افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق شمېر یې معلوم نه دی.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.


