ads

په هلمند کې د برېښنا یو سب‌ سټېشن چور شوی

د افغانستان د برېښنا شرکت تاییدوي چې پرون شپه د هلمند دوراهي سیمې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د برېښنا یو سب سټېشن چور شوی دی.

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1399
په هلمند کې د برېښنا یو سب‌ سټېشن چور شوی
د دغه شرکت ویاند وحیدالله توحیدي د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، پېښه پرون شپه په یاده سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې طالبانو د یاد سب سټېشن دوه تخنیکي کارمندان له ځان سره بوتلل.
د ده په وینا، د کارمندانو تر برمته کولو وروسته د سیمې خلکو د سب‌ سټېشن ډېری وسایل چور کړي دي.
په ورته وخت کې د دغه ولایت د برېښنا رییس وحید الله علیزي کلید ته وویل، طالبانو تېره شپه پر هلمند ولایت د برید پر مهال په یاده سیمه کې د برېښنا سب سټېشن نېږدې ۲۰ کارمندان له ځان سره بېولي، چې په خبره یې، دوه یې تخنیکي کارمندان دي.
نوموړي هم ومنله چې د کارمندانو تر برمته کېدو وروسته د برېښنا سب سټېشن وسایل هم چور شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA