وسله والو غلو په کابل ښار کې یو ډاکتر په ډزو وژلی 

وسله والو غلو تېره شپه د کابل ښار د ۱۸مې امنیتي حوزې د دشتي برچې په سیمه کې یو ډاکتر په مرمیو ویشتلی او وژلی یې دی.