نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي.
په ورته وخت کې د پرېکنده ماموریت ځواکونو ویاند سوني لېګېټ پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې په تېرو دوو ورځو کې د امریکا هوایي ځواکونو په هلمند ولایت کې پر طالبانو هوایي بریدونه کړي.
د ده په خبره، په دغو بریدونو کې طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې او د افغان سرتېرو د ملاتړ په هدف شوي دي.
هغه زیاتوي چې دغه بریدونه په دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې خلاف عمل نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان میلادي کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه وشوه.
په دې هوکړه کې ویل شوي چې طالبان به پر لویو ښارونو بریدونه نه کوي او که طالبان د افغان سرتېرو پر لویو اډو او ښارونو بریدونه وکړي، نو امریکایي ځواکونو به یې ملاتړ ته وردانګي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


