ads

صدیقي: طالبان اوس هم سولې ته ژمن نه دي

ارګ وایي، پر هلمند د وسله والو طالبانو بریدونه دا په ډاګه کوي چې دغه ډله اوس هم سولې ته ژمنه نه ده او جګړې ته دوام ورکوي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 تله 1399
صدیقي: طالبان اوس هم سولې ته ژمن نه دي
د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ خبري ناستې ته وویل، د طالبانو بریدونه د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په نسبت افغانان ناهیلي کوي.
نوموړي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او له افغان مرکچي پلاوي سره مخامخ خبرو ته کېني.
په هلمند کې د افغان سرتېرو او طالبانو تر منځ نښتې له تېرې ورځې راهیسې روانې دي چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، په دغو نښتو کې ۸۰ وسله وال طالبان وژل شوي او تر سلو ډېر نور ټپیان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA