له دغه وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په خپرو شوو شمېرو کې راغلي چې په یاده موده کې له دې وبا څخه دوه تنه مړه شوي او څلور نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۷۹ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۱۱۸ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


