د تاجکستان د ټاکنو کمېسیون اعلان کړی چې نوموړی تېره ورځ د ۹۰ سلنه رایو په تر لاسه کولو د یاد هېواد د ټاکنو ګټونکی شو.
په دغو ټاکنو کې امام علي رحمان له رستم لطیف زاده، عبدالحلیم غفاروف او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره سیالي وکړه.
د تاجکستان د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ترسره شوو ټاکنو کې تر څلور میلیونه ډېرو کسانو ګډون کړی و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


