ads

د کورونا ۹۶ نورې پېښې ثبت شوې

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۹۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۹ زره او ۷۹۹تنو ته ورسېد.

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 تله 1399
د کورونا ۹۶ نورې پېښې ثبت شوې
د دغه وزارت مرستیاله ویانده معصومه جعفري وایي، له دې وبا څخه څلور تنه مړه شوي او ۵۰نور ترې روغ شوي چې په دې سره د مړو شمېر ۱۴۷۷ او د رغېدلو کسانو شمېر ۳۳ زره او ۱۱۴ تنو ته ورسېد.
روغتیایي چارواکي وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA