ads

په الجزایر کې د ګازو په نل لیکه کې چاودنې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د الجزایر د مدني دفاع سازمان اعلان کړی چې د دغه هېواد په لودیځه برخه کې د ګازو په نل لیکه کې چاودنه رامنځته شوې چې په پایله کې یې ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

محمدخان بریال
20 تله 1399
د یادې سرچینې په وینا، په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۱۶ نور سخت ټپیان شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي چې په چاودنه کې دوه د اوسېدو ځایونه هم بشپړ ویجاړ شوي دي.
په ورته وخت کې دغه سازمان وایي، شپږ کورونه نور هم وران شوي او د نورو وژل شوو کسانو د پیدا کېدو لپاره د پولیسو پلټنې روانې دي.
تر اوسه د پېښې د پېښدو څرنګوالی معلوم نه دی، خو د الجزایر امنیتي چارواکي وایي، د چاودنې په تړاو د دوی څېړنې روانې دي.
یوازې الجزایر نه، بلکې په نورو هېوادونو کې هم ورته پېښې رامنځته کېږي او ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA