هغه پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي، امریکایي رسنۍ سي بي ایس یې خبرې ناسمې تعبیر کړې دي.
د ده په وینا، هغه څه چې یادې رسنۍ د طالبانو په تړاو ویلي، ناسم دي.
تر دې وړاندې امریکایي سي بي ایس ټلویزیون د ذبیح الله مجاهد له قوله خبر ورکړی و چې طالبان د امریکا په ټاکنو کې د ټرمپ د بریا غوښتونکي دي او د هغه د روغتیایي حالت په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې وه.
ټاکل شوې چې د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د امریکا د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.
په یادو ټاکنو کې به دوه مخکښ نوماندان اوسنی جمهور رییس ډونالډ ټرمپ او جوبایډن له یو بل سره سیالي وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


