خو د ملي مصالحې عالي شورا وياند فريدون خوځون وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په قطر کې د مذاکرې دواړو خواوو ترمنځ په غیر رسمي او انفرادي ډول ناستې دوام لري او د حکومت مرکچي پلاوي خپلې ګزينې مقابل لوري ته سپارلي دي.
نوموړي له کليد سره په خبرو کې وويل، تمه ده چې په راتلونکو څو ورځو کې دواړه خواوې د مذاکراتو پر تګلارې يوې هوکړې ته ورسېږي.
خوځون وويل:
«د قطر په دوحه د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ غير رسمي او انفرادي ناستې له تېرو څو ورځو راهیسې روانې دي، حکومت لوري خپلې ګزينې طالبانو ته سپارلي او هغوی به هم په دې تړاو سلامشورې کوې، خو موږ تمه لرو چې په راتلونکو څو ورځو کې به د خبرو پر يوه طرزالعمل يوې هوکړې ته سره ورسېږي.»
بل لور ته د چارو شنوونکي بيا وايي، په قطر کې د سولې مذاکرات له مبهم او نامعلوم برخليک سره مخ شوي او پايلو ته یې اندېښمن دي.
د سياسي چارو شنوونکی امينالله شارق وايي، اوسمهال د سولې لپاره يو ښه فرصت رامنځته شوی، خو که وضعيت همداسې دوام وکړي، نه يوازې دا چې دا فرصت به له لاسه ولاړ شي، بلکې وضعيت به لا کړکېچن شي.
نوموړي له کليد سره په خبرو کې وويل، د سولې له خبرو داسې ښکاري چې په بينالافغاني مذاکراتو کې درېيم اړخ هم شتون لري چې په لوی لاس خنډونه جوړوي.
دی ټينګار کوي، د مذاکراتو ماهيت همدا دی چې ډېر دوام کوي، خو اړتيا ده چې جګړه راکمه او افغان وژنه دې ودرول شي.
شارق وويل:
«په افغانستان د سولې ټينګښت لپاره اوس ښه فرصت رامنځته شوی دی، د مذاکرې اړخونه نهبايد دا فرصت ضایعې کړي، که دا فرصت له لاسه ولاړ نو دا شته کړکېچن حالات به لا کړکچېن او وضعیت به له کنټروله بهر شي، دا ښکاره خبره ده چې مذاکرات پېچلې اړخونه لري او ماهيت یې داسې دی چې ډېر وخت ته اړتيا لري، وخت دې ونیسي، خو حداقل د انسان وژنه او جګړه دې ودرول شی، دا چې خبرې نامعلوم برخليک ته رسېدلی فکر کوم تر ټولو مهم لامل یې په مذاکراتو کې د درېيم اړخ شتون دی چې هڅه کوي د مذاکراتو پروسه ټکنۍ کړي.»
په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سيد اکبر اغا وايي، په قطر کې د مذاکرې دواړه خواوې د خبرو پر تګلاره په خپلو کې مخالفت لري او ستونزمنه ده چې ژر هوکړې ته ورسېږي.
نوموړي زياته کړه، د دغو خنډونو د لهمنځه تلو لپاره د درېيمګړۍ اړخ شتون ته اړتيا ده، څو د دواړو خواوو ترمنځ منځګړيتوب وکړي.
دی ټينګارکوي، که وضعيت داسې دوام وکړي، نو عام خلک به په دې پروسه کې ښکېل او لاس پهکار شي.
سيداکبر اغا کليد ته وويل:
«قطر کې چې کوم مذاکرات روان دي، ټول اختلاف یې د خبرو پر تګلارې دی، فکر کوم ستونزمنه به وي چې ژر یوې هوکړې ته سره ورسېږي او اړتيا ده چې درېيم اړه پهکې منځګړیتوب وکړي.»
کابل ښاريان بيا په هېواد کې د سولې ټنګښت ته هيلهمند دي، خو د مذاکراتو نامعلوم برخليک بيا اندېښمن کړي او له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې پروسه دې چټکه کړي.
ظفر کليد ته وويل:
«موږ هيلهمند يوو کومې خبرې چې د سولې په تړاو قطر کې پيل شوي، يوې مطلوبي پايلې ته ورسېږي او هېواد کې تلپاتې سوله ټينګه شي، خو په دې وروستيو کې له بدهمرغه هېڅ کوم پرمختګ نهدی شوی او نه هم خلک له دې خبر دې چې هلته څه تېرېږي، د مذاکراتو روان وضعيت په رښتيا هم د اندېښنې وړ دی.»
د قطر په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د خپلمنځي مذاکراتو له مقدماتي ناستې نېږدې يوه مياشت تېرېږي، خو لا هم دوی نهدي توانېدلي چې د مخامخ خبرو پر اجنډا او د مذاکراتو پر يوې تګلارې سره هوکړې ته ورسېږي، باورونه دا دي چې مذاکرات پېچلي اړخونه لري او پر اجنډا له هوکړې وروسته پاتې پړاونه یې ښايي اسان وي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


