ads

زرګونه مېرمنو د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ

په ټول افغانستان کې زرګونه مېرمنو نن ورځ په ۳۳ ولایتونو کې د ښځې غږ تر نوم لاندې په یوه راټولېدنه کې له جمهوریت نظام د خپل ملاتړ خبر ورکړ.

محمدخان بریال
20 تله 1399
زرګونه مېرمنو د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ
د ښځو چارو وزیرې حسینې صافۍ په همدې هدف د لویې جرګې په تالار کې جوړې شوې ناستې ته وویل چې په دې ناسته کې ۱۵ زره مېرمنو په ورته وخت کې له جمهوریت نظام خپل ملاتړ اعلان کړ.
هغې د امریکا په ګډون له ټولو ښکېلو لورو وغوښتل چې له جمهوریت نظام څخه د دفاع په برخه کې د مېرمنو له غږ څخه دفاع وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت جمهوري اسلامي نظام د دوو لسیزو لاسته راوړنه یادوي او پر ساتنې یې ټینګار کوي.
خو طالبان تر اوسه د اسلامي امارت په بیرته راتګ ټینګار لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA