ads

د هلمند اوسېدونکي: ملکي مرګ ژوبله دې ودرول شي

د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې سلګونه خلکو د یوې غوڼد پرمهال وویل چې په دې وروستیو څو اونیو کې د سختو جګړو او ناامنیو له امله ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې، دوي اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړې.

حضرت محمد روحاني
20 تله 1399
د هلمند اوسېدونکي: ملکي مرګ ژوبله دې ودرول شي
هغوی له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې اوربند وکړي او نور جګړې ته نه ووايي.
د نادعلي ولسوالۍ یوه سپین ږیري حاجي کلاخان وویل، له تېرې اونۍ راهسې پیل شوو جګړو يې ژوند نارامه کړی دی.
اوربند دې وشي چې خلک د ارامۍ ساه واخلي.
«په قطر کې د طالبانو مشران او په کابل کې د افغان دولت له مشرانو څخه مو غوښتنه داده چې نور موږ دجګړو او نا امنیو له امله ترپوزې راغلې یو، نن یې درېیمه ورځ ده چې له دغو ځایونو څخه توپونه توغول کېږي، باید جګړه بنده او اوربند وشي.»
په نادعلي ولسوالۍ کې د سولې او اوربند په اعتراض په راغلو کسانو کې یو بل تن محمد ولي وویل، د دواړو غاړو مرمیو د کډو بارولو ته اړکړي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
«یوه اونۍ کېږي په نادعلي کې جګړه روانه ده چې زه یې معلومات لرم. کلی مو ټول کلابند دی، ډوډۍ نه لرو او د جګړې ښکېل لوري مو ژوند کولو ته نه پرېږدي.»
په ورته وخت کې بیا دلښکرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه ښودلو په شرط کلید ته وویل، په تېرو لسو ورځو کې  دوی ته د جګړو او ماین چاودنو له امله  په اوسط ډول هره ورځ شپږ ملکي او نظامي جسدونه  او ۱۰ ټپیان راوړل کېږې؛ خو دغه شمېرې تر دې دمه دحکومت کومې رسمې ادارې نه دي تایید کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا په هلمند کې جګړو زور اخیستی او د نظامي کسانو تر څنګ ګڼو ملکي وګړو ته هم پکې مرګ ژوبله اوړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA