ads

د بلخ د صرافیانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شو

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د بلخ ولایت د صرافانو ټولنې مشر عبدالقیوم یې د تښتوونکو له منګولو ازاد کړی دی.

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 تله 1399
د بلخ د صرافیانو ټولنې مشر د تښتوونکو له منګولو ازاد شو
د دغه وزارت ویاند طارق ارین تېره شپه ویلي، نوموړی د افغان سرتیرو د اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی دی.
د ارین په وینا، تښتول شوي تن ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.
نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې د دې پېښې په تړاو د افغان سرتېرو هڅې روانې دي.
د بلخ د صرافانو ټولنې مشر حاجي عبدالقیوم د تلې میاشتې پر لومړۍ نېټه د مزار شریف ښار د درېیمې ناحیې د سیاه ګرد په سیمه کې هغه مهال وتښتول شول چې د سهار لمانځه لپاره مسجد ته روان و.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA