ads

د امنیتي سکټور ناسته: د افغان سرتېرو پر ښه تجهیز ټینګار وشو

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون ناوخته د امنیتي سکټور له لوړ پوړو چارواکو سره د کابل او نورو ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزولو په هدف ناسته وکړه.

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 تله 1399
د امنیتي سکټور ناسته: د افغان سرتېرو پر ښه تجهیز ټینګار وشو
د امنیت شورا له لوري پرون په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د هېواد پر عمومي امنیتي حالت او په دې برخه کې د فعالیتونو د پرمختګونو په تړاو خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې د ولایتونو د لا ښه امنیت د تامین په هدف د ځواکونو پر تجهیز ټینګار وشو.
سرچینه وایي، د ملي امنیت سلاکار امنیتي ځواکونه وستایل او زیاته یې کړه چې افغان سرتېري په هر ډول حالاتو کې له خپلې خاورې او خلکو د دفاع وړتیا لري.
د ولایتونو د لاښه امنیت په هدف د امنیتي سکټور ناسته پر داسې مهال ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو زور اخیستی او ګڼې سیمې له جدي امنیتي ګواښ سره مخ دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA